د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کیوبا د دغه هېواد سوداګریز بندیزونه د یوه بل کال لپاره وغځول.
ټرمپ په فدرال راجستر کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د کیوبا په اړه د دغو واکونو د یوه بل کال لپاره دوام د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري.
د بندیزونو موده به د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر تر ۱۴مې پورې وغځېږي.
د امریکا او کیوبا ترمنځ سوداګریز بندیزونه له شپږو لسیزو راهیسې دوام لري.
د امریکا حکومت په وروستیو میاشتو کې پر هاوانا اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي دي.

