د «فایننشل ټایمز» د راپور له مخې، د ایران جګړې او د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته د بیمې شرکتونو د سعودي عربستان اړوند بېړۍ د لوړې کچې خطر لرونکو شتمنیو په توګه ارزولې دي.
د راپور له مخې، د دې وضعیت له امله د سمندري بېړیو د بیمې بیې لوړې شوي او په سیمه کې د بیمې پوښښ هم محدود شوی دی.
فایننشل ټایمز وايي، سعودي عربستان له لندن مېشتو بیمه شرکتونو او کارکوونکو سره د جګړې او سیاسي خطرونو لپاره د دولت په ملاتړ د ځانګړي بیمهییز پلان پر جوړولو خبرې کوي.
د وړاندیز شوي پلان له مخې، د بېړۍ د توغندیز برید یا نیول کېدو په څېر پېښو لپاره به تر ۷۰۰ میلیونه سعودي ریاله چې شاوخوا ۱۸۶ میلیونه ډالره کېږي، بیمهییز پوښښ برابر شي.
دا طرحه لا د خبرو او ارزونې په پړاو کې ده.

