متحده ایالاتو سوریه په رسمي ډول د هغو هېوادونو له نوملړه وایسته چې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو په توګه پېژندل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ اعلان کړې او په دې سره سوریه نور د یاد نوملړ له اړوندو محدودیتونو هم ازاده شوه.
سوریه په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامله شوې وه او نږدې ۴۷ کاله په دې نوملړ کې پاتې شوه.
له همدې امله پر سوریې د امریکا د مالي راکړو ورکړو، بهرنیو مرستو او دفاعي صادراتو په برخو کې هم محدودیتونه لګېدلي وو.
تازه د امریکا دا اقدام د واشنګټن او دمشق ترمنځ د اړیکو په بدلون کې مهم ګام بلل کېږي.

