د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د نوي احتمالي بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې تهران له دې ډول فشارونو سره بلد دی او د واشنګټن نوی اقدام د پخوانیو بندیزونو تکرار دی.
عراقچي ویلي، نن دوشنبه اعلانېدونکي تمه شوي بندیزونه داسې دي لکه «هماغه فلم چې بیا بیا نندارې ته وړاندې کېږي.»
هغه زیاته کړې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې «زورواکي» له هغو سیاستونو سره توپیر نه لري چې پخوانیو امریکايي حکومتونو د ایران پر وړاندې کارولي دي.
عراقچي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن به پر ایران د «تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي.
امریکا وايي موخه یې پر تهران د اعظمي اقتصادي فشار راوستل دي، خو ایران دا سیاست ناکام او تکراري بولي.

