شنبه, اگست 29, 2026
Homeکورپاڼهد اسرائیلو پوځ په غزه کې مو درې میاشتنۍ پوځي دنده پای...

د اسرائیلو پوځ په غزه کې مو درې میاشتنۍ پوځي دنده پای ته ورسوله

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې د ۱۴۳مې او ۹۹مې فرقې تر قوماندې لاندې د چتر بازانو ځواکونو په غزه کې خپله درې میاشتنۍ دنده پای ته رسولې او اوس به د «یهودا او سامره» سیمو ته ولېږدول شي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د غزې په تړانګه کې د «ژېړې کرښې» په سیمه کې د حماس اړوند د پوځي زېربناوو د له منځه وړلو او سیمې د پاکولو په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال ټولټال ۱۳ کیلومتره ځمکني او تر ځمکې لاندې لارې او دهلېزونه ویجاړ او بند شوي او د حماس اړوند ګڼې زېربناوې او پوځي تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.

اسرائیلي پوځ زیاتوي چې ځواکونو یې د سیمې د دفاعي پلان د پیاوړتیا لپاره نوې لارې او پوځي کمینونه هم جوړې کړې دي.

د اسرائیلو پوځ ټینګار کړی چې د سویلي قوماندانۍ ځواکونه د اوربند له چوکاټ سره سم په سیمه کې ځای پر ځای دي او د هر ډول سمدستي ګواښ د له منځه وړلو لپاره به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here