د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، داسې امکان نشته چې د حکومت او اپوزیسیون ګوندونو ترمنځ دې خبرې په رښتینې توګه ترسره شي.
فضل الرحمن د اپوزیسیون ګوندونو په ګډه غونډه کې ویلي: «زموږ لومړی وزیر وايي، راځئ خبرې وکړو؛ خو یو لاس نه ټک نه خیژي. زما په نظر، دلته هغه دوه لاسونه نشته چې سره یوځای شي.»
نوموړي زیاته کړې: «دلته یوازې یو لاس دی، هغه لاس چې د ملت پر مخ څپېړي ورکوي او موږ یوازې د هماغې څپېړې انګازې اورو.»
فضل الرحمن وایي، له دې پرته حکومت خلکو او سیاسي مخالفینو ته د وړاندې کولو لپاره «بل هېڅ شی» نه لري.

