شنبه, اگست 22, 2026
Homeاقتصادایران: د امریکا نوي بندیزونه د ټولو هېوادونو پر وړاندې د جګړې...

ایران: د امریکا نوي بندیزونه د ټولو هېوادونو پر وړاندې د جګړې اعلان دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران پر وړاندې د امریکا نوي اقتصادي بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بندیزونه یوازې د ایران پر ضد اقتصادي فشار نه، بلکې د ټولو خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د جګړې اعلان دی.

بقايي ویلي، امریکا هڅه کوي پر نورو خپلواکو هېوادونو له خپلو پولو بهر واکمني تحمیل کړي او هېڅ هېواد حق نه لري چې د نورو هېوادونو بانکونه، شرکتونه او هوايي ډګرونه له ایران سره له قانوني سوداګرۍ منع کړي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا ثانوي بندیزونه په نړیوال قانون کې هېڅ بنسټ نه لري او د هېوادونو د برابر حاکمیت اصل نقضوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ د سمندري محاصرې کارول به د نورو هېوادونو ملي حاکمیت کمزوری کړي او نړۍ به د «بشپړ استعمار» پر لور بوځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here