شنبه, اگست 22, 2026
Homeاقتصادجورجیا د ایران پر ضد د اروپايي ټولنې له بندیزونو سره یوځای...

جورجیا د ایران پر ضد د اروپايي ټولنې له بندیزونو سره یوځای کېدل رد کړل

جورجیا د ایران پر وړاندې د اروپايي ټولنې له وروستیو بندیزونو سره د یوځای کېدو پرېکړه رد کړې او وايي، په نړیوالو سیاسي مسایلو کې خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

د واکمن «جورجین ډریم» ګوند پارلماني غړي تېنګیز شارماناشویلي ویلي، د هرې نړیوالې پرېکړې په اړه د جورجیا دریځ یوازې په دې ټاکل کېږي چې ایا هغه پرېکړه د دغه هېواد په ګټه ده که نه.

نوموړي ویلي، که کومه پرېکړه د جورجیا له ګټو سره په ټکر کې وي، دا مهمه نه ده چې د بل کوم هېواد یا لوري ګټې په کې خوندي کېږي.

د ایران پر وړاندې د اروپايي ټولنې په وروستۍ بسته کې د ایران د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د شپږو کسانو پر ضد بندیزونه او د ایران د پوځي ملاتړ اړوند د بندیزونو بدلونونه شامل دي. ترکیې او سربیا هم له دغو بندیزونو سره یوځای کېدل رد کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here