د بلوچستان جمهوریت سیاسي ډلې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د بولان په کاهتان سیمه کې د پولیسو مرکز نیولی او له ودانۍ یې د پولیسو اسناد، وسلې او مهمات انتقال کړي دي.
د دغې ډلې په وینا، وروسته د پولیسو ودانۍ ته اور هم اچول شوی دی.
د بلوچستان جمهوریت سیاسي ډلې همداراز ویلي چې د دوی جنګیالیو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې خپل کنټرول په پرلهپسې ډول پراخ کړی او دا چاره پر ځمکه د دوی په پرمختګ کې د زیاتېدونکي بدلون ښکارندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې بلوچ وسلهوالو په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پولیسو په مرکزونو بریدونه کړي او د سیمو کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

