جمعه, اگست 21, 2026
Homeاقتصادد امریکا- ایران کړکېچ؛ د تېلو بیې ورو ورو سل ډالرو ته...

د امریکا- ایران کړکېچ؛ د تېلو بیې ورو ورو سل ډالرو ته په لوړېدو دي

د امریکا او ایران د روان کړکېچ له امله د منځني ختیځ د تېلو په عرضه کې د ګډوډۍ دوام د تېلو بیې لوړې ساتلې دي.

د برېنټ خامو تېلو بیه ۹۳.۸۲ ډالرو ته رسېدلې او د امریکا وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ تېل په ۸۶.۷۸ ډالرو پلورل کېږي.

د راپورونو له مخې، برېنټ تېل په تېرو پنځو سوداګریزو ورځو کې له ۷ سلنې او د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ تېل له ۸ سلنې ډېر لوړ شوي دي. دواړه شاخصونه د جولای له ۲۴مې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د امریکا او ایران د کړکېچ له امله د منځني ختیځ د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې د بیو د لوړوالي له مهمو لاملونو بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here