امریکا پر حزبالله نوي بندیزونه لګولي او دغه ډله یې یو ځل بیا د «ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې» په توګه نومولې ده.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، حزبالله د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر قوماندې لاندې د ایران لپاره فعالیت کوي او د امریکا ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
د امریکا په تازه اقدام کې پر ۱۰ کسانو هم بندیزونه لګېدلي چې واشنګټن یې د حزبالله لپاره د لویو پیسو په لېږد کې په لاس لرلو تورنوي. د امریکا په وینا، دغه شبکه د لبنان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ د سوداګریزو الوتنو له لارې تر سلګونو میلیونو ډالرو پورې پیسې لېږدوي.
امریکا حزبالله په ۱۹۹۷ز کال کې د بهرني ترهګریز سازمان په توګه نومولی و او وايي، تازه بندیزونه د دې ډلې د اوسنیو فعالیتونو پر وړاندې دي.

