د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې د نړیوال صندوق په ملاتړ په افغانستان کې د ملاریا د مخنیوي لپاره د حشرهوژونکو موادو په وسیله د درمل شوو پشهخانو وېش روان دی.
د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې به له ۲۰۰ زرو ډېرې پشهخانې میندواره ښځو ته ورکړل شي او دا مهال له ۲.۳ میلیونو ډېرې پشهخانې په هغو سیمو کې وېشل کېږي چې د ملاریا د خپرېدو لوړ خطر لري.
د ملاریا د مخنیوي لپاره د حشرهوژونکو موادو په وسیله درمل شوې پشهخانې د ملاریا غوماشو د چیچلو پر وړاندې د ساتنې یوه مهمه وسیله بلل کېږي.

