فرانسه وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به دوه ایراني ډیپلوماتان له خپل هېواده وباسي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننوئل بارو ویلي، دا پرېکړه په جولای میاشت کې په تهران کې د فرانسې د سفارت د دوو کارکوونکو د نیول کېدو او د ایراني امنیتي ځواکونو له لوري د هغوی د ګواښلو په غبرګون کې شوې ده.
بارو دغه اقدام «د نه زغم وړ» بللی او ویلي یې دي چې د ایران د کړنو په وړاندې باید پایلې موجودې وي.
ایران تر دې وړاندې ویلي وو چې د فرانسې د سفارت دوه کارکوونکي به دغه هېواد ته د بېرته ستنېدو اجازه ونه لري. تهران ادعا کړې چې دغو کسانو د ویانا له کنوانسیون سرغړونه کړې او د ایران د مدني ټولنې د ملاتړ په فعالیتونو کې یې لاس درلود.
فرانسې بیا د ایران ادعاوې بېبنسټه بللي او ویلي یې دي چې تهران د خپلو اقداماتو د توجیه لپاره یوه «جوړه شوې قضیه» وړاندې کوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا دیپلوماتیک کړکېچ په داسې حال کې زیاتېږي چې د ایران او لویدیځ ترمنځ اړیکې لا له وړاندې ترینګلې دي.

