د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف وايي، امریکایان فکر کوي چې پر ایران د لا ډېر فشار له لارې کولی شي له تهران هغه امتیازات ترلاسه کړي چې په تفاهملیک کې شامل نه وو.
قالیباف د امریکا د خزانې پر وزیر سکاټ بیسنت او د دفاع وزیر پیټ هګسېت هم سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې هغوی د روان وضعیت د مدیریت وړتیا نه لري.
نوموړي د امریکا اوسنی ټیم «د مسخرو ډله» بللې او ویلي یې دي باید د دې تمه ونه شي چې دغه ډله به د ستونزې د حل لپاره کومه معجزه وکړي.
قالیباف دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې واشنګټن د تهران پر وړاندې د اقتصادي فشار د لا زیاتولو او د هرمز تنګي د سمندري محاصرې د دوام خبره کړې ده.

