د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، هوايي دفاعي ځواکونو یې له ایران د دغه هېواد پر لور دوه توغول شوي بالستیک توغندي کشف کړي دي.
د وزارت په وینا، له دغو توغندیو یو یې د اماراتو له ځمکنیو اوبو بهر او بل یې د هېواد په ځمکنیو اوبو کې لوېدلی دی.
د اماراتو دفاع وزارت ویلي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې په لوړ چمتووالي کې دي او د هېواد د حاکمیت، امنیت او ثبات د ساتنې لپاره به له هر ډول هڅې سره په کلکه مقابله وکړي.
تر اوسه ایران د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

