سه شنبه, اگست 18, 2026
Homeسیاستعارف علوي: د عمران خان رواني او جسمي روغتیايي وضعیت د جدي...

عارف علوي: د عمران خان رواني او جسمي روغتیايي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی

د پاکستان پخواني ولسمشر عارف علوي ویلي د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیايي راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي او د درې کلنې بند او انزوا له امله یې رواني او جسمي وضعیت خراب شوی دی.

علوي ویلي، عمران خان د اضطراب او رواني فشار، د زړه د بې‌نظمې درزا او لوړ فشار له ستونزو سره مخ دی او اوس د وینې فشار لپاره درې ډوله بېلابېل درمل کاروي.

هغه د عمران خان لپاره د زړه د ۲۴ ساعته هولټر معاینې، د فشار ازموینې، اېکو، د زړه اېم‌ارای، د شریانونو د کلسیم معاینې او سي‌ټي انجیوګرافي غوښتنه کړې ده.

علوي ټینګار کړی چې عمران خان باید سمدستي روغتون ته ولېږدول شي او د یوه خپلواک طبي پلاوي تر څارنې لاندې یې درملنه وشي.

د پاکستان پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې راتلونکي درې میاشتې به د عمران خان د روغتیا د بېرته ښه کېدو یا د ستونزو د دایمي کېدو لپاره مهمې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here