سه شنبه, اگست 18, 2026
Homeسیاستد پاکستان او هند ترمنځ پر یو بل د «ترهګرۍ د صادرولو»...

د پاکستان او هند ترمنځ پر یو بل د «ترهګرۍ د صادرولو» تورونه

پاکستان د هند د کورنیو چارو وزیر هغه ادعاوې په سختو ټکو رد کړې چې په هند کې د نیونو په ځینو قضیو کې یې د دغه هېواد د لاس لرلو خبره کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، هند د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو د پټولو او د کورنیو سیاسي ګټو لپاره د پاکستان د بدنامولو «ناوړه کمپاین» ته دوام ورکوي.

اندرابي هند په کور دننه د اقلیتونو په ځپلو او د مخالفو غږونو په چوپولو تورن کړی او ادعا یې کړې چې هند له هېواده بهر «ترهګري صادروي او له ترهګرو سره مرسته کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هند ادعاوې رد او په سیمه کې د هند د دولت د «ترهګرۍ ملاتړ» پر وړاندې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هند هم پاکستان د ترهګرو او توندلارو ډلو پر ملاتړ او سیمې ته د ترهګرۍ په خپراوي تورنوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here