سه شنبه, اگست 18, 2026
Homeاقتصادایران انفلاسیون ۶۶ سلنې ته لوړ شوې

ایران انفلاسیون ۶۶ سلنې ته لوړ شوې

په ایران کې کلنی انفلاسیون په جولای میاشت کې ۶۶ سلنې ته لوړ شوی او د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره زیاتې شوې دي.

د ایران د احصایې مرکز د معلوماتو له مخې، د مصرفي توکو عمومي بیې هم په کلني ډول ۸۷.۹ سلنه لوړې شوې دي.

د یاد مرکز د راپور له مخې، د یوې کارګرې کورنۍ لږ تر لږه میاشتنی د ژوند لګښت شاوخوا ۹۰ میلیونه تومانه، یا ۱،۳۸۵ ډالر دی، خو د لږ تر لږه معاش لرونکي کارګر میاشتنی عاید یوازې شاوخوا ۲۵ میلیونه تومانه، یا ۳۸۵ ډالر دی. یعنې د کارګر معاش د یوې کورنۍ د اساسي میاشتنیو لګښتونو یوازې څه باندې څلورمه برخه پوره کوي.

په ټوله کې د بیو چټک لوړوالی د ایران د اقتصادي ستونزو، د ریال د ارزښت کمېدو، نړیوالو بندیزونو او سیمه کې د جګړې له امله له اقتصادي فشارونو سره تړاو لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here