یکشنبه, اگست 16, 2026
Homeافغانستاند ازادۍ په نوم جبهه: په بدخشان کې مو د طالبانو ځواکونو...

د ازادۍ په نوم جبهه: په بدخشان کې مو د طالبانو ځواکونو ته درانه تلفات اړولي

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره په نښته کې د سپکو او درنو وسلو په کارولو، طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

جبهې ویلي، ځواکونو یې خپل سنګرونه ساتلي او په ځینو سیمو کې یې د پرمختګ پر مهال د طالبانو وسله‌وال غړي شاتګ او تېښتې ته اړ کړي دي.

د ازادۍ په نوم جبهې په وینا، د نښتې پر مهال د دوی ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې او اوس د جګړې وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here