د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د طالبانو د بیا واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د دغه حکومت د عادي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
بېنټ ویلي، یو کال وړاندې یې هم د طالبانو د واکمنۍ د عادي کولو پر وړاندې خبرداری ورکړی و، خو اوس دا اندېښنه لا جدي شوې ده؛ ځکه د ده په وینا، د طالبانو د واکمنۍ د عادي کولو هڅې زیاتې شوي، خو د دې کار د توجیه لپاره کوم دلیلونه نه شته.
نوموړي ټینګار کړی چې د داسې نظام عادي کول چې د افغانستان له نیمایي ډېر نفوس په منظم ډول ځپي او ځوروي، د بدلون لامل نه کېږي، بلکې ظلم ته مشروعیت ورکوي.

