د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د خاورې په توګه د هرمز تنګي د اعلانولو په اړه خپله وروستۍ څرګندونه د ټوکې په ډول کړې وه او د دې موضوع په اړه یې له خپلو سلاکارانو سره هېڅ رسمي بحث نه دی کړی.
د «والسټریټ ژورنال» خبریال براین شوارټز د سپینېماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره په دې اړه ناسته نه ده کړې چې ګواکۍ هرمز تنګی د امریکا د خاورې په توګه اعلانوي او په نیویارک کې یې د خپلې وینا پر مهال ټوکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر زر به هرمز تنګی د امریکا د خاورې په توګه اعلان کړي. د نوموړي دغو څرګندونو د ایران توند غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

