شنبه, اگست 15, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو غواړو، سفارت...

د طالبانو حکومت: له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو غواړو، سفارت دې بېرته پرانیزي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د جګړې پړاو پای ته رسېدلی او اوس له امریکا سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو د نوي او مثبت پړاو غوښتونکي دي.

متقي په کابل کې له «نیویارک ټایمز» سره په مرکه کې ویلي، امریکا کولی شي خپل سفارت بېرته پرانیزي، ډیپلوماټیک حضور ولري او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي، افغانستان د کانونو، بندونو او سړکونو په برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري او امریکا کولی شي په دغو برخو کې ونډه واخلي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي افغانستان له نړیوالې انزوا وباسي او له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې سیاسي، سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

متقي په داسې حال کې له امریکا د پانګونې غوښتنه کوي چې د ورته پروژو د پراختیا لپاره د امریکا درېیو حکومتونو او متحدانو یې میلیاردونه ډالر لګولي وو؛ خو د طالبانو د شاوخوا دوه لسیزو بغاوت هڅه کوله چې دغه پروژې له منځه یوسي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here