شنبه, اگست 15, 2026
Homeافغانستانمنصور احمد خان: افغانستان او پاکستان باید خپلې اړیکې له امنیتي کړکېچ...

منصور احمد خان: افغانستان او پاکستان باید خپلې اړیکې له امنیتي کړکېچ د اقتصادي همکارۍ پر لور بوځي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې د پولې پورې غاړې ترهګرۍ او سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي عواملو له امله له بې‌ساري کړکېچ سره مخ شوې دي.

خان په خپله تازه مقاله کې ویلي، دواړه هېوادونه باید د امنیتي او ترهګریزو اندېښنو د حل لپاره کار وکړي، خو په ورته وخت کې دې د دواړو ولسونو تاریخي او تمدني اړیکې بېرته پیاوړې شي.

نوموړي د پولې پورې غاړې سوداګرۍ، ټرانزیټ، د خلکو تګ راتګ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان او پاکستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال لپاره مهم موقعیت لري.

منصور احمد خان په خپله مقاله کې د دواړو هېوادونو اوسنی وضعیت د تېرو شاوخوا اتو لسیزو تر ټولو ستونزمن پړاو بللی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي تعامل، سوداګري، ټرانزیټ او د خلکو تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخ دی.

نوموړی باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره باید له امنیتي اختلافاتو سره د مقابلې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال فرصتونه هم بېرته فعال شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here