د ایران د ساتونکو شورا او د کارپوهانو د مجلس غړي احمد خاتمي ویلي، امریکا د ایران د توغندیزو وړتیاوو په له منځه وړلو کې ناکامه شوې ځکه د ایران توغندیز ځواک لا هم فعال دی. د نوموړي په وینا یادو وړتیاوو همداراز امریکا شرمنده کړې او لا به یې وشرموي.
خاتمي ویلي، د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا او اسرائیل له بریدونو سره سره، د دغه هېواد اټومي وړتیاوې لا هم ثابتې پاتې دي.
هغه د ایران دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د امریکا موخه دا وه چې ایران «د ډبرې عصر» ته وګرځوي، خو په وینا یې، اوس نړۍ لیدلې چې امریکا خپله د تمدن او ډیموکراسۍ په اړه ادعاوې نه شي ثابتولای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او تهران ټینګار کوي چې د دغه هېواد پوځي او اټومي وړتیاوې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې.

