برېټانیا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي مېشتو له لوري د فلسطینیانو پر کلیو او ټولنو د بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او دا کړنې یې غندلې دي.
په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا دایمي استازې سارا مکانټوش د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې یوازې په جولای میاشت کې ۱۳ فلسطینیان او دوه اسرائیلیان وژل شوي دي.
د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د جولای په راپور کې له ۱،۳۰۰ ډېرې د اسرائیلي مېشتو اړوند پېښې ثبت کړي چې له ۲۵۰ ډېرې فلسطیني ټولنې یې اغېزمنې کړې دي. د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۹۰۰ فلسطینیان ټپیان او له ۳ زره ۲۰۰ ډېر بېځایه شوي دي.
مکانټوش وویل، ماشومان د دې تاوتریخوالي تر ټولو زیانمنو ډلو نه دي او د تګ راتګ محدودیتونو، پوځي عملیاتو، تکراري بریدونو او بېځایه کېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د برېټانیا استازې د اسرائیلو له حکومت وغوښتل چې د اشغال شوې سیمې د فلسطیني وګړو د ساتنې لپاره خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي او د تاوتریخوالي د عاملینو د مخنیوي او محاکمه کولو لپاره هم اقدامات وکړي.

