پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeامنیتحوثیانو په سعودي کې د ارامکو پر تصفیه‌خونې د برید ادعا کړې

حوثیانو په سعودي کې د ارامکو پر تصفیه‌خونې د برید ادعا کړې

د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د جازان په سیمه کې یې د سعودي ارامکو پر تصفیه‌خونه په دوو بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

د حوثیانو اړوندې رسنۍ د دې ډلې د یوه پوځي چارواکي له قوله ویلي چې برید د سعودي عربستان له لوري د یمن د صعده او حجه ولایتونو د هوايي حریم او حاکمیت د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

تر اوسه سعودي چارواکو د حوثیانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د جازان پر ارامکو تاسیساتو دا په څو ورځو کې دویم برید دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here