پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeکورپاڼهاېکس د حوثیانو د پوځي ویاند یحیی سریع حساب وځنډاوه

اېکس د حوثیانو د پوځي ویاند یحیی سریع حساب وځنډاوه

ټولنیزې شبکې اېکس د یمن د ایران پلوه حوثي ډلې د پوځي ویاند یحیی سریع حساب ځنډولی دی.

د حساب د ځنډولو کره دلیل نه دی څرګند شوی، خو په پاڼه کې د اېکس له لوري د حساب د ځنډ خبرتیا لیکل شوې ده.

یحیی سريع له ۲۰۱۸ کال راهیسې د حوثیانو پوځي ویاند دی او د دې ډلې د پوځي عملیاتو او بریدونو د اعلانونو لپاره یې له ټولنیزو رسنیو پراخه ګټه اخیسته. 

د هغه حساب په ځانګړي ډول په سره سمندر کې د بېړیو پر وړاندې د بریدونو او پر سعودي عربستان او نورو اهدافو د بریدونو د ادعاوو په خپرولو کې مهم رول درلود. 

دا د سريع د حساب د ځنډولو لومړۍ پېښه نه ده؛ د هغه یو پخوانی ټویټر حساب هم په ۲۰۲۲ کال کې د دې شبکې له لوري ځنډول شوی و. 

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here