د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په غزه کې له ۱.۳ میلیونو ډېر کسان چې د سیمې له نیمايي ډېر نفوس جوړوي، هره ورځ د څښاک او پخلي لپاره له ۶ لیټرو کمو اوبو ته لاسرسی لري.
د ملګرو ملتونو د بشري معیارونو له مخې، په بېړنیو حالاتو کې د هر کس لپاره لږ تر لږه ۱۵ لیټره اوبه په ورځ کې اړتیا ده چې د څښاک، پخلي او مینځلو لپاره یې وکاروي.
اوچا وايي، نور ۷۰۰ زره کسان په ورځ کې له ۹ لیټرو کمو اوبو ته لاسرسی لري چې د شخصي حفظالصحې، د کورونو پاکولو او د ماشومانو د اړتیاوو پوره کول یې ستونزمن کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې یوازې نیمايي کورنۍ لومړنیو حفظالصحې خدمتونو یا شخصي اسانتیاوو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې له ۹۰۰ زرو ډېر کسان په استوګنیزو سیمو کې د راټولېدونکو کثافاتو له امله له روغتیايي خطرونو سره مخ دي.

