پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeکورپاڼهد سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیوېټ له خپلې دندې لاس په سر...

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیوېټ له خپلې دندې لاس په سر شوه

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ اعلان کړی چې د روانې اګست میاشتې په پای کې به خپله دنده پرېږدي، څو له خپلې کورنۍ او کوچنیو ماشومانو سره ډېر وخت تېر کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوموړې د پرېکړې ملاتړ کړی.

ټرمپ لیوېټ د سپینې ماڼۍ له تر ټولو غوره ویاندویانو بللې او ویلي یې دي چې نوموړې به له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د هغه له مهمو بهرنیو سلاکارانو وي او د جمهوري غوښتونکو په منځ کې به خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکړي.

۲۸ کلنه لیوېټ د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د سپینې ماڼۍ ویاندې په توګه دنده ترسره کوي او تر ټولو ځوانه ویانده شمېرل کیږي.

تر اوسه د نوموړې ځایناستی نه دی اعلان شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here