د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان د خپلو ستونزو د حل لپاره خبرو اترو، ملي پخلاینې او د نجونو د زدهکړو پرانیستلو ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې د هېواد د راتلونکي لپاره باید د افغانانو ترمنځ تفاهم او ګډ ژوند پیاوړی شي.
کرزی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته په کابل کې پاتې شوی، ویلي چې د ستونزو پر مهال یې له هېواده د وتلو پر ځای د پاتې کېدو پرېکړه وکړه، ځکه د ده په وینا، «د ستونزو پر مهال کور نه پرېښودل کېږي.» هغه ادعا کړې چې له همغه وخت راهیسې یې پر تګ راتګ محدودیتونه هم لګېدلي دي.
نوموړي ویلي چې لا هم طالبان «وروڼه» بولي، ځکه د په باور یې طالبان هم د افغانستان خلک دي او د هېواد راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او پخلاینې له لارې جوړ شي.
حامد کرزي همداراز د نجونو د زدهکړو په اړه ویلي چې زدهکړه باید له سیاسي مسایلو جلا وي او نجونو ته باید له لومړني ښوونځي تر پوهنتونه د زدهکړې اجازه ورکړل شي. هغه ټینګار کړی چې ښځې باید د کار حق هم ولري او د نجونو د زدهکړو بندول د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ دی.
کرزي زیاته کړې چې له طالبانو سره یې د خبرو هڅې روانې ساتلي او له ځینو طالب چارواکو سره یې لیدلي، خو د طالبانو له مشر هبتالله اخوندزاده سره یې مستقیمه لیدنه نه ده کړې.
هغه په مرکه کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د امریکا د پوځي حضور په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونو په ځینو مواردو کې د افغان ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې له زیات ځواک کار اخیستی دی.
د پاکستان په اړه کرزي ویلي چې اسلاماباد د جمهوري نظام د کمزوري کولو لپاره د طالبانو له فعالیتونو سره مرسته کوله او ادعا یې کړې چې امریکا له دې وضعیت خبره وه، خو په باور یې، واشنګټن له پاکستان سره د دې موضوع پر سر جدي مقابله ونه کړه.
کرزي په پای کې ویلي چې که څه هم د هغه د حکومت دوره پای ته رسېدلې، خو افغانستان باید د جګړې پر ځای د ملي پخلاینې، زده کړو او خبرو اترو له لارې د ثبات او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.

