د امریکا دوو ډیموکرات سناتورانو له دوو بلجیمي شرکتونو د هغه ۱۸ قیراطه د الماسو ګوتمې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې چې ۳۲۱ الماسونه لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ډالۍ شوې ده.
سناتورانو الیزابت وارن او ریچارډ بلومنتال ویلي، د دې قیمتي ډالۍ وخت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه ټرمپ ته د حلقې له ورکړې څو اوونۍ وروسته د امریکا حکومت اروپايي الماس له نویو تعرفو معاف کړل. دوی غواړي معلومه کړي چې د دې ډالۍ سرچینه څه وه، ارزښت یې څومره دی او ایا د سوداګریزو تعرفو په پرېکړه یې کوم اغېز درلود که نه.
د سناتورانو په وینا، د یوه ولسمشر لپاره د دومره قیمتي ډالۍ ورکول د ګټو د ټکر او د فدرالي اخلاقو او رشوت ضد قوانینوپه اړه پوښتنې راپورته کوي.
دوی له اړوندو بلجیمي شرکتونو غوښتي چې د ګوتمې د ارزښت، د لګښت ورکوونکي او د تعرفو د پرېکړې تر اعلان د ټرمپ له ادارې سره مخکې د هر ډول اړیکو په اړه معلومات ورکړي.

