چهارشنبه, اگست 12, 2026
Homeسیمهشمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا له ګډو پوځي تمرینونو مخکې توغندی وتوغاوه

شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا له ګډو پوځي تمرینونو مخکې توغندی وتوغاوه

شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د کوریا ټاپووزمې ختیځ لوري ته سمندر کې یو بالستیک توغندی وتوغاوه؛ دا اقدام د امریکا او سویلي کوریا له لویو ګډو پوځي تمرینونو څو ورځې مخکې شوی دی. 

د سویلي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، توغندی د شمالي 

کوریا د ختیځ ساحل له وونسان سیمې وتوغول شو او شاوخوا ۷۰۰ کیلومترهیې واټن یې وواهه.

د رویټرز د راپور له مخې، دا په روان ۲۰۲۶ کال کې د شمالي کوریا د شکمن بالستیک توغندیز ۱۱ ازمېښت دی. د سویلي کوریا پوځ لا د توغندي دقیق ډول نه دی مشخص کړی او د ځانګړنو په اړه یې څېړنې روانې دي. 

د توغندي توغول د امریکا او سویلي کوریا د «اولچي فریډم شیلډ» ګډو پوځي تمرینونو له پیل شپږ ورځې مخکې شوي. ټاکل شوې دغه تمرینونه د اګست له ۱۷مې تر ۲۷مې پورې ترسره شي.

سویلي کوریا او جاپان د شمالي کوریا دا اقدام غندلی او سیول د امنیت په اړه بېړنۍ غونډه هم کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here