چهارشنبه, اگست 12, 2026
Homeسیمهروسیې د ټرمپ او پوتین له خبرو وروسته پخوانی امریکايي سرتېری خوشې...

روسیې د ټرمپ او پوتین له خبرو وروسته پخوانی امریکايي سرتېری خوشې کړ

روسیې د امریکا پخوانی سمندري سرتېری رابرټ ګیلمن چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دغه هېواد کې بندي و، د بشري دلایلو له مخې خوشې کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ګیلمن خوشې کېدل د ده او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرو وروسته شوي دي.

۳۲ کلن ګیلمن به د امریکا له لوري د روغتیايي ارزونې او درملنې لپاره واشنګټن ته ولېږدول شي. امریکايي چارواکو ویلي، څلور ډاکټران به یې د سفر پر مهال روغتیايي وضعیت څاري او له هغه وروسته به د درملنې لپاره ټکساس ایالت ته ولېږدول شي.

ټرمپ ویلي، روسیې د ګیلمن د خوشې کولو په بدل کې د هېڅ امریکايي یا روسي بندي د خوشې کېدو غوښتنه نه ده کړې او د بندیانو هېڅ ډول تبادله نه ده شوې.

یوه امریکايي چارواکي دا اقدام د «ښه نیت نښه» بللی دی.

ګیلمن په ۲۰۲۲ کال کې په ورونژ ښار کې د یوه پولیس افسر د وهلو په تور نیول شوی او په څلور نیم کاله بند محکوم شوی و. د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ګیلمن خوشې کېدل مثبت ګام بلليی خو له مسکو یې غوښتي چې نور امریکايي بندیان چې د واشنګټن په وینا په ناحقه نیول شوي، هم خوشې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here