د کډوالو د حقوقي مرستې نړیوال سازمان «IRAP» وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته هم ګڼ افغان پناهغوښتونکي او د امریکا پخواني افغان همکاران له امریکا بهر په نامعلوم برخلیک کې پاتې دي.
د دې سازمان په وینا، د ټرمپ ادارې د سفر بندیزونو او د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډ امریکا ته د افغانانو په ځانګړي ډول د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو د انتقال بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
آیآراېپي وايي، د روان مالي کال له پیل راهیسې تر اوسه یوازې درې افغانان د امریکا د کډوالو د بیا مېشتېدو له پروګرامه امریکا ته لېږدول شوي دي.
دغه سازمان د امریکا له کانګرېس غوښتي چې د افغان کډوالو او هغو کسانو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي چې د افغانستان د ماموریت پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
آیآراېپي همداراز زیاته کړې چې د افغان SIV غوښتنلیکونو د اوږد مهال ځنډېدو په اړه یې له حکومت سره حقوقي مبارزه روانه کړې او د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې یوې فدرالي محکمې حکومت مکلف کړی چې د افغان همکارانو د SIV غوښتنلیکونه بېرته په ټاکلي بهیر کې وارزوي.

