د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د روسیې پاور مشینز تخنیکي شرکت غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولیدي فابریکو د اساسي بیارغونې، د زړو تجهیزاتو د نوي کولو او د تولیدي ظرفیت د لوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالحق همکار د یاد روسي شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې په هېواد کې د برېښنا د تولیدي فابریکو د بیارغونې او د ظرفیت لوړولو د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.
د روسي شرکت د سوداګرۍ برخې مسوول دینیس روداکوف ویلي، دوی غواړي لومړی په افغانستان کې د برېښنا موجودې تولیدي فابریکې له تخنیکي پلوه وارزوي، څو وروسته د بیارغونې، د تجهیزاتو د نوي کولو او د ظرفیت لوړولو لپاره خپلې طرحې جوړې کړي.

