د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي، په ۲۰۲۵ کال کې یمن کې پر حوثیانو د امریکا په درېیو هوايي بریدونو کې ۱۵۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د پنټاګون په ارزونه کې ویل شوي چې دغه مرګژوبله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې په صنعا، رأس عیسی بندر او صعده کې د امریکا د بریدونو له امله رامنځته شوې ده.
پنټاګون وايي، یمن کې د امریکا د پوځي عملیاتو اړوند
۱۵ نورې پېښې هم لا تر څېړنې لاندې دي چې په کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

