د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په کابل کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د یوه پنډغالي او د غالۍ اوبدلو د فابریکې د جوړولو په اړه خبر ورکړی.
د دغه سازمان مرستیالې ونیسا ماتر یولي د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد سره په افغانستان کې د کډوالو پر ستونزو او د هغوی لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې ویلي، دغه اداره غواړي د کابل په پلچرخي کې پنډغالی او د غالۍ اوبدلو فابریکه جوړه کړي چې له لارې به یې راستنېدونکو کډوالو ته نور خدمات هم برابر شي.
د نوموړې په وینا، د پروژې لومړنۍ نقشه چمتو شوې، خو د ځمکې اړوند ستونزې باید لومړی حل شي او له هغې وروسته به د پروژې عملي چارې پیل شي.

