سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeافغانستاناېن‌آرسي: د ناټو غړو د افغانستان په اړه خپلې ژمنې هېرې کړي

اېن‌آرسي: د ناټو غړو د افغانستان په اړه خپلې ژمنې هېرې کړي

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې پخوانۍ ژمنې هېرې کړي او په داسې حال کې یې د دغه هېواد له بشري بحران مخ اړولی چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغې شورا سرمنشي یان ایګلنډ ویلي، د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت له امله مرستندویه ادارې اړې شوي چې اړمنو افغانانو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو وړاندې کول راکم کړي.

د شورا په وینا، له ۲۰۲۳ کال وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو له شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې تر ۷۳ سلنې پورې یې وزګار دي.

اېن‌آرسي وايي، تراوسه د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري مرستو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۲۶ سلنه تمویل شوې ده.

شورا د ناټو له غړو او نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د بشري بحران پر وړاندې خپلې مرستې بېرته زیاتې او د اوږدمهاله پرمختیا لپاره پانګونه پراخه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here