سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeافغانستاند زمري ۲۴مه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د زمري ۲۴مه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د شنبې په ورځ، د زمري ۲۴مه، د «کابل فتحې» د کلیزې په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ورځ به ټولې دولتي ادارې او اړوند بنسټونه رخصت وي.

پنځه کاله وړاندې د زمري په ۲۴مه طالبان کابل ته راننوتل او د دویم ځل لپاره یې د حکومت واګي په لاس کې واخیسته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here