سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeافغانستاند محمود شاه حبیبي د ورکېدو څلور کاله؛ امریکا لا هم د...

د محمود شاه حبیبي د ورکېدو څلور کاله؛ امریکا لا هم د هغه د موندلو هڅه کوي

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ویلي، د افغان- ‌امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي د ورکېدو څلور کاله پوره شول، خو تر اوسه یې د ځای او برخلیک په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه اداره وايي، حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا له خپل موټرچلوونکي او د «Asia Consultancy Group» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره نیول شوی و.

د دې ادارې په وینا، حبیبي تر ورکېدو مخکې په کابل کې د همدې مخابراتي شرکت د سلاکار په توګه کار کاوه او پخوا یې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کړې وه.

اېف‌بي‌آی یو ځل بیا د حبیبي د ځای او ورکېدو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here