سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeافغانستانریچارډ بېنټ: په کابل کې د امنیتي عملیاتو د وژنو راپورونه دې...

ریچارډ بېنټ: په کابل کې د امنیتي عملیاتو د وژنو راپورونه دې وڅېړل شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په کابل کې د امنیتي عملیاتو پر مهال د وژنو د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بېنټ ویلي، د راپورونو له مخې پرون څلور کسان او په دې وروستیو کې د کابل د اتمې امنیتي حوزې په سیمه کې اووه نور کسان د امنیتي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

نوموړي د دغو پېښو د سمدستي او بې‌پرې پلټنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د مرګوني ځواک هر ډول کارول باید د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو، په ځانګړي ډول د اړتیا او تناسب له اصولو سره سم وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here