په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په نوي راپور کې ویلي، د طالبانو حکومت د امنیتي ادارو د څارنې او حساب ورکولو لپاره ځینې اقدامات کړي، خو په دې برخه کې لا هم د روڼتیا او حساب ورکولو تشې شته.
د یوناما په ۳۸ مخیز راپور کې د طالبانو د امنیتي او تصفیې کمیسیون، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو کمیسیون او سترې محکمې یادونه شوې چې د امنیتي ادارو د څارنې او حساب ورکولو لپاره یې ځینې اقدامات ترسره کړي دي خو لا یې هم فعالیتونه نیمګړي دي.
یوناما وايي، د امنیتي پرسونل د ناوړه چلند په اړه ځینې کسان نیول شوي، پلټنې ترې شوي او ځینې قضیې نظامي محکمو ته هم سپارل شوې دي؛ خو ګڼ شکایتونه لا هم نه دي حل شوي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په وینا، د غچ اخیستنې وېره، پر اړوندو ادارو د باور نشتوالی او نور خنډونه د ناوړه چلند د پېښو د راپور ورکولو مخه نیسي، چې په ځانګړي ډول ښځې له دغو ستونزو سره مخ دي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د امنیتي ادارو د حساب ورکولو بهیر پیاوړی، د شکایتونو سیستمونه خوندي او د تحقیقاتو او قضایي اقداماتو په اړه منظم عامه معلومات خپاره کړي.

