د هرات په تور غونډۍ کې نن د طالبانو حکومت او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ د د ګاز شبکې د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، د ټاپي پروژې له پرمختګ سره هممهاله به په هرات ښار او صنعتي ښارګوټي کې د ګاز شبکې د جوړولو عملي چارې د ترکمنګاز شرکت له لوري او د خصوصي سکټور په همکارۍ ډېر زر پیل شي او همداراز د دې هوکړې له مخې به د ګازو قیمت، د ګازو د اړتیا کچې معلومولو او د ګازو د وېش بهیر هم مشخص شي.
په ورته وخت، د طالبانو د حکومت د هرات والي نوراحمد اسلامجار ویلي، د دغې پروژې په پيل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او تمه ده په راتلونکو میاشتو کې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې هم بشپړې شي.
د ترکمنستان چارواکو ویلي، تر اوسه د ټاپي پروژې په چوکاټ کې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره نللیکه بشپړه شوې ده.

