د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په هڅو او منځګړیتوب د پکتیکا او خوست د دوو قومونو «ګیانخېلو او بوریخېلو» ترمنځ شاوخوا سل کلنه دښمني پای ته ورسېده او د دواړو لورو ترمنځ یې د خیر تیږه کېښوده.
د معلوماتو له مخې، په دغه اوږده شخړه کې د دواړو لورو له ډلې له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو او په سیمو کې یې ځمکني ماینونه هم ښخ کړي وو. دواړو خواوو د شخړو پر مهال یو پر بل درنې وسلې هم کارولې وې.
د راپورونو له مخې، د سراجالدین حقاني د هڅو په پایله کې د دواړو لورو ترمنځ شخړه پای ته رسېدلې او دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.

