یکشنبه, اگست 9, 2026
Homeافغانستانهرات کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار...

هرات کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار پرانیستل شو

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات ته د خپل سفر پر مهال د سوېل‌لوېدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار پرانیست.

برادر ویلي، محصولات او خدمات باید د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې وړاندې شي او د وارداتي محصولاتو لپاره ټاکل شوي معیارونه هم په سمه توګه مراعات شي.

د هغه په وینا، له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کیفیت او اعتبار په دغه لابراتوار کې ارزول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here