د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۳۰۷ افغان کورنۍ چې ۱۵۳۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، له راستنېدونکو ۳۱۰ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. همداراز د دوی د لېږد لپاره شاوخوا ۳ میلیونه او ۱۷ زره افغانۍ لګول شوې دي.
کمېسیون زیاتوي چې له ۲۹۴ کورنیو سره ټولټال ۲ میلیونه او ۵۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
کمېسیون وایي، راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي چې له ډلې یې په نیمروز کې د ۶ کسانو درملنه شوې، ۲۶۱ سیمکارتونه وېشل شوي او په سپین بولدک کې ۲۹۸ خوراکه ډوډۍ هم پر راستنېدونکو وېشل شوې ده.

