شنبه, اگست 8, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت ۷ خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره وځنډول

د طالبانو حکومت ۷ خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره وځنډول

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د ارزونې او څېړنې له پایلو وروسته د هېواد ۷ خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډولي او د دوو نورو جوازونه یې لغوه کړي دي.

د وزارت په خپاره کړي نوملړ کې د دغو پوهنتونونو د ځنډ او لغوه کېدو دلیلونه د زده کړیالانو د شمېر، د زده کړیالانو د حاضرۍ او د پوهنتونونو د فعالیتونو له ارزونې سره تړلي ښودل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، راه سعادت، ازهر، پویان، رشاد، پیام او ترکستان پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډول شوي دي. همداراز په کندز کې کهندز او په تخار کې خانه دانش پوهنتونونو خپل جوازونه له لاسه ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، دا پرېکړې د خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د ارزونې او د اړوندو معیارونو د رعایت د څارنې په لړ کې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here