شنبه, اگست 8, 2026
Homeافغانستانهرات کې؛د موبایل د غلا په شک د دوه کلنې ماشومې د...

هرات کې؛د موبایل د غلا په شک د دوه کلنې ماشومې د وژلو پېښه

سرچینې وایي، د هرات ښار په یوه کور کې چې کورنۍ یې تازه له جرمني د خپلو خپلوانو لیدو ته ورغلې وه، د موبایل د ورکېدو پر سر یوه ۵۵ کلنه ښځه د دوه کلنې ماشومې د وژلو په تور نیول شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یادې ښځې شاوخوا ۱۵ کاله په دغه کور کې د خادمې په توګه کار کړی و. کله چې د کور د یوې مېرمنې موبایل ورک شو، پر نوموړې د غلا شک وشو او د موبایل د موندلو لپاره پلټنه پیل شوه.

ویل کېږي، ښځه د کور پنځم پوړ ته ختلې او د یادې کورنۍ دوه کلنه ماشومه یې له لوړ پوړ لاندې غورځولې ده چې له امله یې ماشومه ځای په ځای مړه شوې ده.

د هرات د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د پېښې په تړاو یې مشکوکه ښځه نیولې او د لومړنیو معلوماتو له مخې نوموړې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here