جمعه, اگست 7, 2026
Homeروغتیاامریکا د پوستکي سرطان لپاره نوي درمل تصویب کړل

امریکا د پوستکي سرطان لپاره نوي درمل تصویب کړل

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) د پوستکي سرطان د درملنې لپاره د ریپلیمیون شرکت نوي درمل تصویب کړل.

دغه درمل د هغو ناروغانو لپاره کارول کېږي چې د میلانوما په نوم د پوستکي خطرناک سرطان لري او پخوانیو درملنو ته یې ښه ځواب نه دی ورکړی.

د شرکت په وینا، دا درمل په مستقیم ډول تومور ته زرق کېږي او د بدن دفاعي سیستم هڅوي چې د سرطان پر وړاندې مبارزه وکړي.

دا د ریپلیمیون لومړني درمل دي چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې رسمي اجازه ترلاسه کوي، او ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې بازار ته وړاندې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here