د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او سېلابونو د راوتو احتمال اعلان کړی.
د هوا پېژندنې ریاست ویلي، د جمعې په ورځ به په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو کچه لوړه وي او د سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.
د یاد ریاست د اټکل له مخې، په دغو ولایتونو کې به د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
همداراز، د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د خپرېدو خبرداری ورکړل شوی دی.
د هوا پېژندنې ریاست ویلي، په ځینو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.

